ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان برېښنا شرکت: تېر کال د برېښنا د تولید، تورید او وېش په برخه کې ۲۰ تړونونه لاسلیک شوي

د افغانستان برېښنا شرکت د انرژۍ او برېښنا په برخه کې د ځان‌بسیاینې لپاره چټک ګامونه اخیستي دي.

د یاد شرکت مسولین وايي، چې په تېر یوه کال کې یې له خصوصي سکټور سره د برېښنا د تولید، تورید او وېش په برخه کې ۲۰ تړونونه لاسلیک کړي دي.

په دې وروستیو کې یې هم د ۳۰ میلیارده افغانیو په ارزښت د نږدې ۱۰ زره میګاواټه برېښنا د تولید په برخه کې ۱۱ تړونونه او هوکړې لاسلیک کړې دي.

یو شمېر هغه خصوصي شرکتونه، چې د برېښنا د تولید په برخه کې يې د افغانستان له برېښنا شرکت سره تړونونه لاسلیک کړي، وايي، چې د خپلو پروژو کارونه يې عملا پيل کړي او په راتلونکو دوو کلونو کې به په عملي توګه هېوادوالو ته برېښنا ورکړي.

د برېښنا او انرژۍ برخې کارپوهان وايي، افغانستان د لمریزې، بادي، ګاز او اوبو په برخه کې د برېښنا د تولید لپاره پراخه سرچینې لري، چې پر پانګونه یې افغانستان د برېښنا او انرژۍ په برخه کې پر ځان بسیا کېدلای شي.