نن (سېشنبه، د سنبلې ۱۸مه) د ۲۰۲۵ اسیا جام سیالۍ په متحده عربي اماراتو کې پيلېږي..
د دې سیالیو په لومړۍ لوبه کې نن (سېشنبه، د وږي ۱۸مه) افغانستان له هانګکانګ سره مخ کېږي.
دا لوبه د افغانستان پر وخت ماښام ۷:۰۰ بجې د ابوظبۍ په شیخ زاید کرېکټ لوبغالي کې پيلېږي.
د دې تاریخي لوبې په اړه د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې روزونکي جانتن ټرات ویلي، چې د اسیا جام لومړۍ سیالۍ به په بریا پیلوي.
نوموړي سیاله هانګکانګ لوبډله سخته بللې او زیاته کړې یې ده، چې دغه لوبډله له ډېرې مودې راهیسې پر چمتووالي بوخته ده او کوښښ به یې دا وي، چې زیاتې بریاوې خپلې کړي.
په اسیا جام کې ټولې ۸ لوبډلې په دوو ګروپونو (الف،ب) کې لوبېږي. په (الف) ګروپ کې هند، پاکستان، متحده عربي امارات او عمان او په (ب) ګروپ کې بیا افغانستان، بنګلهدېش، سریلانکا او هانګکانګ یو د بل پر وړاندې لوبې کوي.
په ګروپي پړاو کې هره لوبډله له خپلې سیالې لوبډلې سره یو ځل مخامخ کیږي. په لومړي پړاو کې له هر ګروپ څخه دوې مخکښې لوبډلې د ۴ غوره لوبډلو پړاو ته لاره مومي.
له دویم پړاو څخه بیا یوازې دوې غوره لوبډلې پایلوبې ته لاره پیدا کوي.
د اسیا جام پایلوبه د سپټمبر میاشتې پر ۲۸مه نېټه ترسره کیږي.
د یادونې وړ ده، چې افغانستان به په اسیا جام کې خپله دویمه لوبه د سپټمبر پر ۱۶مه له بنګلهدېش او درېیمه بیا د همدې میاشتې پر ۱۸مه له سریلانکا سره وکړي.

