ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر د کابل د سروبي ولسوالۍ د کډوالو له استازو سره وکتل

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د کابل د سروبي ولسوالۍ د کډوالو له استازو سره وکتل.

په دې ناسته کې د سروبي د کډوالو استازو د اسلامي امارت لخوا راستنېدونکو ته پر وړاندې کېدونکو خدمتونو خوښي ښودلې او ویلي یې دي، کډوالو ته د اسلامي امارت هرکلی او د هغوی لاس نیوی سبب شوی، چې له ګاونډیو هېوادونو افغانان داوطلبانه راتګ ته زړه ښه کړي.

د دوی په وینا، د سروبي ولسوالۍ سلګونه کورنۍ له پاکستان څخه خپل وطن ته د راتګ تکل لري او په ډله‌ییز ډول به راستانه شي.

دغه‌راز د خپلو وړاندېزونو پر مهال یې له اسلامي امارت څخه غوښتنه کړې، چې د سروبي ولسوالۍ سلګونه کډوالو کورنیو ته یو ښارګوټی په نظر کې ونیسي او دغه راز د لنډ مهاله استوګنې په موخه مرسته ورسره وشي.

مولوي عبدالکبیر راغلو مشرانو او علماوو ته ویلي، چې اسلامي امارت د کډوالو د ښه خدمت په موخه ګڼو حکومتي ادارو ته دندې سپارلې او هره چاره پر خپل وخت ترسره کېږي.

نوموړي زیاته کړې، چې د اسلامي امارت لخوا په هر ولایت کې کډوالو ته ښارګوټي منظور شوي او د اړتیا په صورت کې به نوره ځمکه هم د کډوالو ښارګوټو ته ځانګړې شي.

مولوي عبدالکبیر د سروبي ولسوالۍ د کډوالو استازو ته ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت د کډوالو لنډ مهاله استوګنې لپاره اړین امکانات په واک کې لري او تر دې دمه افغان حکومت د کډوالو په برخه کې د بودیجې له کمښت سره نه دی مخ شوی.

هغه راغلو مشرانو ته څرګنده کړې، چې د ښارګوټي وړاندېز به یې له اړوند ادارو سره شریک شي او اسلامي امارت به ورته رسیدنه وکړي.