ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په قطر باندې د اسرائیلو د برید په اړه د اسلامي امارت اعلامیه!

 بسم اللٰه الرحمن الرحیم

 په دوحه کې د حماس اسلامي غورځنګ په دفتر د صهیونیستي رژیم لخوا برید شوی، چې له امله یې د حماس څو تنه غړي شهیدان شوي دي.

انالله و انا الیه راجعون

د شهیدانو کورنیو، فلسطیني مجاهدینو ته د تسلیت مراتب وړاندې کوو، شهیدانو ته د جنت الفردوس او کورنیو ته یې د جمیل صبر دعاکوو.

په قطر هېواد تجاوز او بیا د حماس اسلامي غورځنګ سیاسي دفتر په نښه کول په کلکو ټکو غندو او دا د ټولو انساني موازینو خلاف وحشیانه عمل بولوو.

صهیونیست رژیم په مکرر ډول او خورا په بې باکۍ سره د انساني او سیاسي متعارفو نورمونو نقض کوي او پرلپسې جنایات ترسره کوي، خو په وړاندې یې موثر هېوادونه او نړیوال سازمانونه چوپ دي چې دا خورا د تأسف خبره ده.

موږ غوښتنه کوو چې هرڅه ژر باید د اسرائیلو د تجاوزاتو او روانو وحشتونو مخه ونیول شي، د هېوادونو د حریمونو درناوی وشي او په فلسطین کې په مظلومو مسلمانانو روان ناورین، وحشت او ظلم پای ته ورسیږي.

له الله تعالی جل جلاله څخه خواست کوو چې د صهیونیستانو د ظلمونو له امله هغوی ته سخته سزا ورکړي او په سخت شکست سره یې محکوم کړي ترڅو په ټوله نړۍ کې د متجاوزینو لپاره ستر عبرت او درس وګرځي، امین یا رب العٰلمین

 د افغانستان اسلامي امارت