د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د ښار او کور جوړولو وزارت د مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني په مشرۍ د اهل تشیع له څو تنو علمای کرامو او قومي مخورو سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې یادو علماوو او مخورو د اسلامي امارت لخوا د ورسره شوې همکارۍ له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې پر وخت د راستنېدونکو او زلزله ځپلو لاس نیوی د ولس د خوښۍ سبب شوی دی.
دوی د اختلافاتو په حل کې د اسلامي امارت له پالیسۍ هر کلی وکړ او حکومت ته یې د خپلو وړاندېزونو په لړ کې، راستنو شویو ته د یوه ځانګړی ښارګوټی غوښتنه وکړه.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر یادو مشرانو او علماوو ته ښه راغلاست وویل او له اسلامي نظام سره د اهل تشیع وګړو همکاري یې وستایله.
مولوي عبدالکبیر وویل، چې اسلامي امارت د ټولنې اړتیاوو ته پام لري او د راستنېدونکو په ګډون د ټولو اړمنو غوښتنو ته به رسېدنه وشي.
دغهراز نوموړي شویو وړاندیزونو ته په اشارې سره زیاته کړه، چې د حل په موخه به یې اقدامات وشي او اړونده ادارې به همغږي کړي.

