د امر بالمعروف، نهی عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ محمد خالد الحنفي د ټولو وزارتونو او خپلواکو ادارو د دعوت او ارشاد له رییسانو سره په ناسته کې ویلي، چې یاد وزارت د ټولنې فکري او عقیدتي اصلاح خپل مسولیت ګڼي.
نوموړي زیاته کړې، چې دا وزارت په تېرو څلورو کلونو کې په دې برخه کې ګڼې لاستهراوړنې لري.
د ښاغلي الحنفي په وینا، د بریا او یووالي یوازینۍ لاره اطاعت دی دغهراز د الله تعالی رضا او د ګناهونو مغفرت د رسول الله صلی الله عليه وسلم په اطاعت کې دي.
د امر بالمعروف وزیر ټینګار کړی، علماء شرعي مسولیت لري، چې بشپړ شرعي احکام د ټولنې وګړو ته ورسوي.
هغه په یاده ناسته کې ویلي، علماء کرام د پیغمبرانو علیهم السلام د وارثینو په توګه مسؤولیت لري، چې د هغوی مقدسه تګلاره تعقيب کړي او پخپلو دعوتي چارو کې د الله تعالی د رضا پر وړاندې د هېچا پروا ونه کړي.
د امر بالمعروف، نهی عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر د ټولو وزارتونو او مستقلو ادارو د دعوت او ارشاد رییسانو ته ویلي، چې تاسې د ټولنې د اصلاح لپاره غوره کړل شوي یاست. دا مه هېروئ چې ستر مسولیت او ډېر مهم کار در پر غاړه دی، خلک به نېکیو ته رابولئ او له بدیو به یې منع کوئ.

