ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کابل کې د متحده عربي اماراتو سفیر له مولوي امیرخان متقي سره د خدای پامانۍ لیدنه کړې

په کابل کې د متحده عربي اماراتو سفیر عیسی سالم محمد الظاهري د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره خدای پامانۍ لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان اسلامي امارت او متحده عربي اماراتو اړیکې تاریخي او مثبتې بللي او یاد سفیر ته یې د بریا هیله کړې.

دغه‌راز د متحده عربي اماراتو تلونکي سفیر په خپل وار د دواړو هېوادونو اړیکې دوستانه بللي او هیله یې څرګنده کړې، چې دوه اړخیزې اړیکې په ګڼو برخو کې لا پراخې شي.