اسرائیلي یرغلګرو د قطر پر پلازمېنه دوحه له برید یوه ورځ وروسته د یمن پر پلازمېنه صنعا او الجوف ولایت هوايي برید کړی، چې لږ تر لږه ۳۵ کسانو ژوند پکې بایللی دی.
د یمن روغتیا وزارت ویلي، چې د چهارشنبې ورځې په یاد برید کې ۱۳۱ کسان ټپیان شوي هم دي.
یاد وزارت زیاته کړې، چې په دې برید کې ملکي وګړي او استوګنیزې سیمې په نښه شوې دي.
د یمن د حوثیانو ویاند یحیی سریع ویلي، چې د اسرائیلو د یرغل پر وړاندې یې هوايي توغندي کارولي او ډېری الوتکې یې له برید مخکې بېرته ګرځېدو ته اړ کړې دي.
اسرائیلي یرغلګرو پرلهپسې پر یمن هوايي بریدونه کړي او د مرکزي هوايي ډګر په شمول یې ملکي وګړي په نښه کړي او په دې جګړه ځپلي هېواد کې یې زېربناوې ویجاړې کړې دي. تېره میاشت هم د صهیونیستي یرغلګرو په برید کې د لومړي وزیر په شمول د یمن لوړ پوړو چارواکو ژوند وبایله.
یحیی سریع ویلي، چې اسرائیلي یرغلګر غواړي پر دوی فشار راوړي، تر څو د غزې له ملاتړ څخه لاس واخلي؛ خو ژمنه یې کړې، چې د اسرائیلو پر ضد به یې عملیات تر هغو دوام کوي، تر څو یې چې په غزه کې د نسلوژنې جګړه پای ته نه وي رسولي.
د یمن حوثیانو په سره سمندر کې د صهیونیستي یرغلګرو د کښتیو پر تګ بندیز لګولی او د فلسطینیانو پر ملاتړ یې پر اسرائیلو هوايي بریدونه کړي دي.
دوی ویلي، هغه وخت به پر اسرائیلو بریدونه دروي، کله چې په غزه کې اوربند وشي او د صهیونیستي رژیم نږدې دوه کلنې وحشي جګړې او بمباریو ته، چې غزه یې په کنډواله بدله کړې، د پای ټکی کېښودل شي.
د ۲۰۲۳ د اکتوبر له میاشتې راهیسې په غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له امله ۶۴ زره او ۶۵۶ فلسطینیان شهیدان او ۱۶۳ زره او ۵۰۳ نور ټپيان شوي دي.

