د انګلستان او جنوبي افریقا ترمنځ د لوبلړۍ په دویمه لوبه کې انګلستان لومړۍ لوبډله شوه ، چې په شل اوریزه سیالیو کې د بشپړ غړیتوب لرونکې لوبډلې پر وړاندې تر ۳۰۰ ډیرې منډې کوي.
د لوبې پچه د جنوبي افریقا لوبډلمشر ایډن مارکرم وګټله او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه.
په دې جذابه لوبه کې د انګلستان لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې، د فلیپ سالټ د ۱۴۱ ، د جاس بټلر د ۸۳ او د هاري بروک د ۴۱ منډو پر مټ د خپلو دوو لوبغاړو په سوځیدو سره سیالې لوبډلې ته د ۳۰۵ منډو هدف وټاکه.
په یاده پاڼۍ کې د جنوبي افریقا لپاره یوازې فورټین په دوه ویکټو اخیستو بریالی شو.
جنوبې افریقا لوبډله د ورکړل شوي هدف په ترلاسه کولو کې پاتې راغله او د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره یې ۱۵۸ منډې ترسره کړې او د ۱۴۶ منډو په لوی توپیر یې ماته ومنله.
دغه راز انګلستان لوبډلې لپاره د توپ اچونې په برخه کې جفرا ارچر ۳ او سام کرن او ویل جکس د دوه – دوه ویکټو په اخیستو بریالی شول .
فلیپ سالټ د ۱۴۱ ناسوځیدلو منډو په ترسره کولو سره د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې زمبابوې پر ګامبیا باندې ۳۴۴ او نیپال د منګولیا خلاف ۳۱۴ منډې کړې وې.

