ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په کانګو کې د دوو کښتیو د ډوبېدو له امله نږدې ۲۰۰ کسانو ژوند بایللی

د الجزیرې د راپور له مخې، د کانګو جمهوریت په شمال کې د کښتیو ډوبېدو په دوو بېلابېلو پېښو کې لږ تر لږه ۱۹۳ کسانو ژوند بایللی دی.

د راپور پر بنسټ، یوې کښتۍ، چې نږدې ۵۰۰ مسافر پکې سپاره وو، اور اخیستی او ډوبه شوې، چې له امله یې ۱۰۷ کسان مړه شوي.

له دې پېښې ۲۰۹ کسان ژوندي ژغورل شوي. د رویټرز د راپور له مخې ۱۴۶ نور کسان لا هم بې‌درکه دي.

له دې یوه ورځ وړاندې په یوه بله پېښه کې یوه کښتۍ چپه شوې، چې ۸۶ کسان پکې مړه شوي دي. په مړو کسانو کې زیات زده‌کوونکي هم شامل دي.

ویل کېږي، چې له دې پېښې وروسته هم ګڼ کسان ورک دي، خو شمېر یې نه دی روښانه شوی.