د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور د عزیزي ګروپ شرکت له مسولینو سره د دې شرکت له لوري د انرژۍ په پروژو کې د پانګونې چارو د پرمختګ څېړلو په موخه د همغږۍ ناسته وکړه.
په دې ناسته کې د وزارت او عزیزي ګروپ شرکت تخنیکي مسولینو د انرژۍ پروژو د پېژندنې او پروژو ټاکلو وروستي کولو په برخه کې د پرمختګ او راتلونکو پړاوونو د پرمخ وړلو څرنګوالي په هکله بشپړ راپور د اوبو او انرژي وزارت د رهبرۍ مقام ته وړاندې کړی دی.
د اوبو او انرژي وزیر د تخنیکي ټیمونو د راپور له اورېدلو وروسته د چارو پر چټکتیا ټینګار کړی دی.
نوموړي ډاډ ورکړی، چې د اوبو او انرژۍ وزارت به په دې برخه کې هر اړخیزې همکارۍ وکړي.
د عزیزي ګروپ شرکت څه موده وړاندې د اوبو او انرژۍ له وزارت سره هوکړې کړې، چې له مخې به یې په هېواد کې د ۱۰ میګاواټه برېښنا پر تولید پانګونه کوي.
د دواړو لوریو تخنیکي ټیمونو د دې پانګونې لومړنۍ چارې په ګډه پيل کړې، چې تر دې مهاله یې ښه پرمختګ کړی دی.

