د هرات-خواف اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې د دویم فاز چارې د څهباندې ۵۴ میلیونه ډالرو په لګښت پیل شوې.
د هرات والي شیخ مولانا اسلام جار د دې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، د څلورمې قطعې د دویم فاز چارې د هرات-خواف ریل پټلۍ بشپړېدل دي، چې افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې له ایران او اروپا سره نښلوي.
د هرات والي ټینګار کړی، چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به د صادراتو او وارداتو په برخه کې ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي او ترانزیټي لګښتونه به د پام وړ کم شي.
ورته مهال د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده په دې مراسمو کې ویلي، دغه پروژه له داخلي بودیجې تمویلېږي، چې د سوداګرو او صنعتکارانو د ترانسپورټي ستونزو پر حل سربیره د اقتصادي ځان بسیاینې او سوداګریزو چارو د اسانتیا په برخه کې مهم رول لوبوي.
د یادونې وړ ده، چې د دې پروژې چارې به د ۵۴ میلیونه او ۶۰۰ زره ډالرو په لګښت په ۳۵ میاشتو کې بشپړې شي.

