ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د جاپان سفیر له مولوي امیرخان متقي سره د مخې ښې ليدنه وکړه

په افغانستان کې د جاپان سفیر تاکويوشي کورمايا د اسلامي امارت د بهرنيو چارو له وزير مولوي امیرخان متقي سره د مخې ښې ليدنه وکړه.

تاکويوشي کورمايا ویلي، چې په افغانستان کې يې د ماموريت دوره پای ته رسېدلې او د ده پر ځای به کینیچي ماساموتو د جاپان سفیر وي.

همدا ډول نوموړي د خپل ماموريت په دوره کې د افغانستان د مخ پر ودې حالاتو اړوند د مثبتو تاثراتو او د سراسري امنيت او ثبات د لاسته راوړنو يادونه کړې او هيله يې څرګنده کړې، چې ځينې موضوعات بايد د مثبت تعامل او ډيالوګ په پایله کې حل او فصل شي.

د هېواد د بهرنيو چارو وزير د جاپان د سفیر د ماموريت ستاینه کړې او د افغانستان او جاپان تر منځ یې په تاريخي او مثبتو اړيکو خبرې کړې دي.

دغه‌راز په تېرو څلورو کلونو کې يې د اسلامي امارت او د سیمې او نړۍ تر منځ د مثبتو تعاملاتو يادونه کړې ده.

مولوي امیرخان متقي له افغانانانو سره د جاپان خواخوږي ستایلې او په دې ورستيو کې یې له زلزله ځپلو سره د جاپان له مرستو مننه کړې ده.