د اسپانيا لومړي وزير پېډرو سانچیز په غزه کې د اسرائیلي رژیم د کړنو له امله په نړیوالو سپورتي سیالیو کې د اسرائیلو پر ګډون د بندیز غوښتنه کړې ده.
نوموړي ویلي، چې له اسرائیلي رژیم سره باید داسې چلند وشي، لکه په ۲۰۲۲ کې د اوکراین له جګړې وروسته، چې له روسیې سره شوی و.
پېډرو سانچیز د اسپانيا د سوسيالېسټ کارګر ګوند غړو ته په وینا کې ویلي، چې په نړیوالو لوبو او پروګرامونو کې د اسرائیلو ګډون پر غزه له تېري سره اړخ نه لګوي.
هغه زیاته کړې: “سپورتي سازمانونه باید فکر وکړي، چې په نړیوالو لوبو کې د اسرائیلو د ګډون دوام اخلاقي دی او که نه.” د اسپانیا لومړي وزیر پوښتلي: “ولې روسیه د اوکراین له یرغل وروسته و ایستل شوه او اسرائیل د غزې له یرغل وروسته ونه ایستل شول؟”
نوموړي ټینګار کړی، تر څو چې وحشت پای ته نه وي رسېدلی، تر هغو باید په نړیوالو سیالیو کې نه روسیه ګډون وکړي او نه اسرائیل.
له دې څرګندونو یوه ورځ وړاندې په ماډریډ کې فلسطین پلوه فعالانو د وېلټا اسپانیا د بایسکل ځغلونې په لوبه کې د اسرائیلو د ګډون پر ضد پراخه لاریونونه وکړل، چې له امله یې سیالي لغوه هم شوه. پولیس له لاریونوالو سره په اخ او ډب واوښتل، چې ۲۲ کسان پکې ټپيان او دوه نور ونیول شول.
په اسپانیا کې وروستي لاریونونه، چې د رسمي شمېرو له مخې شاوخوا ۱۰۰ زره کسانو ګډون پکې کړی، د دې هېواد څو وزیرانو ستایلي دي.
د ډيجيټل بدلون وزير یې اوسکار لوپېز ويلي: “دا زما لپاره يو راحت دی، چې زرګونه خلک د دې نسل وژنې پر ضد راپاڅېږي، ځکه دا نسلوژنه ده او بل نوم نه لري.”
د راپورونو له مخې، د الکانو رايل انسټیټيوټ له لوري وروستۍ نظرپوښتنې ښودلې، چې لږ تر لږه ۸۲ سلنه اسپانويان باور لري، چې په غزه کې نسلوژنه روانه ده.
تېره اونۍ هم د اسپانیا د سپورت وزیر پیلار الګریا ویلي وو، چې اسرائیلي ټیمونه باید له سپورت څخه داسې بند شي، لکه د روسیې ټیمونه چې په ۲۰۲۲ کې د اوکراین له برید وروسته بند شوي وو. د نوموړي په خبره له سپورټ څخه د اسرائیلي ټیمونو نه بندښت د “دوهګونو معیارونو” ښودنه کوي.
همدارنګه د یوه رسمي سند پر بنسټ، چې پرون (دوشنبه، د وږي ۲۴مه) خپور شوی، د اسپانیا حکومت د نږدې ۷۰۰ میلیونه یورو (۸۲۵ میلیونه ډالرو) په ارزښت د اسرائیلو لخوا د ډیزاین شویو توغندیو د لانچرونو د پېرلو تړون لغوه کړی دی. دا تړون د ۲۰۲۳ په اکتوبر میاشت کې لاسلیک شوی و.

