ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

تخار کې د اوبو د ۸ پروژو د سمون او بیارغونې چارې پيل شوې

په تخار ولایت کې د ۳۵۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د اوبو د ۸ پروژو د سمون او بیارغونې چارې پیل شوې.

دا پروژې د یاد ولایت په مرکز تالقان او په چال، بهارک او فرخار ولسوالیو کې پلې کېږي.

په دې پروژو کې کانالونه، سربند، استنادي دېوالونه، کنټرولي دروازې، واشکلورد او د دهنو سمون او بیارغونه شامل دي.

د یادو پروژو په بشپړېدو سره به ۲۰ زره او ۵۴۶ هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه شي او ۱۶۲ زره کسان به په مستقیم او غیرې مستقیم ډول ګټه ترې واخلي. همدارنګه په پیل سره یې زرګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

د دې پروژو چارې به، چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په مالي لګښت پیل شوې، د ۸ میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.