د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد قطر ته سفر کړی.
نوموړي د یاد هېواد په بهرنیو چارو وزارت کې د دولت له وزیر الدکتور محمد بن عبدالعزیز الخلیفي سره وکتل.
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد وايي، چې په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړیکو خبرې شوې او له قطر سره د اسلامي امارت په همدردۍ او ملاتړ ټینګار شوی دی.

