د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت ګڼې کړنې او لاستهراوړنې لري، چې مهمو ته یې په لاندې توګه کتنه کوو.
قادس بند
د بادغیس ولایت په قادس ولسوالۍ کې د څه باندې ۱۲.۵ میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت د ذخیروي بند د پروژې چارې جریان لري.
دا پروژه د قادس سیند د اوبو مهارولو، د سیلابونو مخنیوي، د قادس د اوبو سرچینو پياوړي کولو، د کاریزونو د بیا راژوندي کولو او د چینو تازه کولو لپاره ارزښتناکه ده.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به ۱۴۰۰ هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبه شي. د ځايي اوسېدونکو زراعت به پرمختګ وکړي او اقتصاد به يې پیاوړی شي.
همدارنګه د دې بند په جوړېدو سره به د قادس ولسوالۍ ۶۰ زره اوسېدونکي په کرنه او باغدارۍ بوخت شي.
په فراه ولایت کې بند
په فراه ولایت کې د کج صمد بند سترې پروژې د څېړنو چارې مخ پر خلاصېدو دي او په نږدې راتلونکي کې به یې د ډیزاین چارې پيل شي.
په یاد بند شاوخوا دوه میلیارده افغانۍ لګښت راځي او په بشپړېدو سره به یې ۱۴ زره هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبه شي.
د بند لوړوالی د اوس لپاره ۵۵ متره په نظر کي نيول شوی، چې ۱۴۰ میلیونه متره مکعب اوبه ذخيره کوي او ۱۴ زره هکټاره ځمکه به خړوبوي.
له وروستيو څيړنو څخه څرګنده شوې، چې په دې سيند د کال په اوږدو کې نږدې ۳۰۰ ميلونه متره مکعب اوبه تېريږي، پر همدې بنسټ په دې سیمه کې تقریبا د ۸۰ مترو په لوړوالي د بند جوړېدل امکان لري، چې ۳۳۳ میلیونه متره مکعب اوبه به ذخیره کوي او ۲۸ زره هکټاره ځمکه به خړوبوي.
د بند بنسټ دومره پیاوړی ډیزاین کېږي، چې ښايي په راتلونکي کې یې لوړوالی تر ۸۰ مترو هم لوړ شي.
د بدخشان ولایت د واخان سړک
د بدخشان ولایت په واخان ولسوالۍ کې له بزهای ګنبد څخه د چین هېواد تر پولې د سړک، چې ۵۰ کیلو متره اوږدوالی لري، خامه چارې بشپړې شوې دي. دغهراز ساختماني چارې یې د ۱۸۰ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي، چې اوسمهال ۷۰ سلنه بشپړې شوې دي.
د واخان د جغلي سړک د دویم فاز چارې په عملي ډول پیل شوې دي.
دا سړک افغانستان له چین سره نښلوي او د هېواد لپاره اقتصادي ارزښت لري.
د سپین بولدک ولسوالۍ استنادي دیوال
د کندهار ولايت په سپين بولدک ولسوالۍ کې د څه باندې ۷۵ میلیونه افغانیو په لګښت د تقریباً پينځه زره متره په اوږدوالي استنادي ديوال جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی.
د دې استنادي ديوال په بشپړیدو سره د یادې ولسوالۍ رود خپل مسير ته اړول شوی او د سیمې د اوسېدونکو کورونه او سلګونه هکټاره ځمکه د موسمي بارانونو او سیلابونو له زيان څخه خوندي شوي دي.
د قلعهنو د اوبو رسولو شبکه
د بادغیس ولایت په مرکز قلعهنو کې د ۳۳۴ میلیونه افغانیو په لګښت د پاکو اوبو رسولو شبکې چارې جریان لري، چې په بشپړېدو سره به يې د یاد ښار ۶۵ زره اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړي.
کوچني بندونه (چیکډیمونه)
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت له لوري په بادغیس، بغلان، بلخ، پروان، پکتیا، زابل، سرپل، فراه، کاپیسا، کندوز، نورستان، نیمروز او هرات ولایتونو کې د ۴۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۳۳ کوچنیو بندونو او ۱۱ بدیلو پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
د یادو کوچنیو بندونو او بدیلو پروژو د کار په جریان کې زرګونه هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوې وه او په بشپړېدو سره یې د باران اوبه مهار او د ځمکې لاندې اوبو سطحه لوړه ساتل شوې ده.

