د امربالمعروف، نهی عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت هغه ادعا رد کړه، چې ګواکې د دې وزارت محتسبینو په کابل ښار کې ښځې بېدلیله نیولې او د هغوی حقونه یې تر پښو لاندې کړي دي.
یاد وزارت ویلي، چې د مغرضو ادرسونو دغه ادعا بېبنسټه، له واقعیتونو لرې او د عامه ذهنونو د مغشوشولو او د واقعیتونو د تحریفولو یوه ناکامه هڅه ده.
امربالمعروف وزارت ټینګار کړی، چې یاد وزارت د ښځو حقونو ته ژمن دی او په تېرو څلورو کلونو کې په دغه برخه کې ګڼې لاستهراوړنې لري.
دې وزارت زیاته کړې، چې یوازې په تېرو درېیو میاشتو کې یې د ښځو د حقونو اړوند ۳۸۲ قضیې حل کړې دي. په یادو قضيو کې د اجباري نکاح، کورني تاوتریخوالي، مهر، میراث، کورني بند او ورته نورې پېښې شاملې دي، چې مخه یې نیول شوې او د خویندو حقونه خوندي شوي دي.
د امربالمعروف وزارت په خبره، د اسلامي شریعت په رڼا کې د حجاب رعایت د خویندو د عفت او اخلاقي سلامتۍ ضمانت کوونکی دی او حجاب دی، چې ټولنه له فساد او اخلاقي بېلاریو ژغوري.
دغهراز له نړیوالو ادارو، رسنیو او ادرسونو څخه یې جدي غوښتنه کړې، چې د راپورونو په خپرولو کې موثقې سرچينې وکاروي، د بېپلوۍ او دقت اصولو ته پام وکړي او د هغو راپورونو له خپرولو ډډه وکړي، چې د افغانانو له اسلامي ارزښتونو او ملي واقعیتونو سره په ټکر کې وي.
په پای کې یې یو ځل بیا ډاډ ورکړی، چې د امر بالمعروف، نهی عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د ټولنې ټولو وګړو په ځانګړي ډول د خویندو د حقونو خوندیتوب ته ژمن دی او هېچا ته به اجازه ورنه کړي، چې په نا حقه د چا حقونه تر پښو لاندې کړي.

