ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

محمد ذاکر جلالي: افغانانو د تاریخ په اوږدو کې پوځي حضور نه دی منلی

د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي رییس محمد ذاکر جلالي د بګرام هوایي اډې په تړاو د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې افغانانو د تاریخ په اوږدو کې پوځي حضور نه دی منلی.

ښاغلي جلالي په خپله اېکس پاڼه ټینکار کړی، چې افغانستان او امريکا يو بل سره تعامل ته اړتيا لري او کولای شي د متقابل درناوي او مشترکو ګټو پر بنسټ اقتصادي او سیاسي اړيکې ولري.