ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د سیدکرم د شهیدانو د یاد نمانځغونډې په مراسمو کې د ملا تاجمیر جواد حفظه‌الله وینا!

د سیدکرم د شهیدانو د یاد نمانځغونډې په مراسمو کې د استخباراتو د لوی ریاست د لومړي مرستیال د ملا تاجمیر جواد حفظه‌الله وینا،

لومړۍ برخه!

د شهيدانو ياد له موږ سره د ايمان او پيمان په تازه کولو کې مرسته کوي.

د شهيدانو د ياد نمانځلو پر مهال ملا تاجمير جواد حفظه الله تعالی د همدې پیمان تازه کولو خبره کړې او ویلي یې دي، چې دا نظام مو په شهادتونو راوستلی، د خپلو وينو او سرونو په نذرانه کولو مو راوستلی، ساتنه به يې هم د خپلو وينو او سرونو په نذرانه کولو سره کوو.

اوس يو ځل بيا له الله تعالی سره خپله وعده او پيمان تازه کوو، چې د خپلو وينو او سرونو په نذرانه کولو سره به دا نظام ساتو.

که فکر وکړو د اسلامي امارت هر مشر د قربانيو او سرښندنو روښانه تاريخ لري او هر يو په دې وعده دی، چې د خپلو مجاهدو او شهیدو ملګرو په څېر به سرښندنه کوي او خپل ځان به د خپلو ملګرو په نسبت زياتې قربانۍ ته ورکوي. دا خبره هسې لاپې شاپې يا شعارونه نه دي، بلکه لکه څنګه يې چې ويلي، همداسې یې په عمل کې هم ثابته کړې ده.

ځکه خو بايد مؤمن ولس د طواغيتو او فکري مرتدينو په تبليغاتو او شيطاني وسوسو ونه غولېږي، بلکې د اسلامي امارت په رهبرۍ او مسوله طبقه پوره باور ولري، د هغوی په خبرو او وعدو باور ولري او له ولس سره يې د وفا او خواخوږۍ په دريځ باور ولري،

له واقعي اسلامي نظام او ګران هېواد سره يې په وفادارۍ باور ولري.

همدې مشرانو څه کم درې لسيزې خپل ولس ته په هر ډول او هر پړاو امتحان ورکړ، سرلوړي او بريالي ثابت شوي دي.

له دې وروسته دې هم په دې باوري اوسي، چې نه به خپلې وعدې هېرې کړي او نه به له دې کړيدلي ولس او ټول امت سره جفا وکړي، په مقابل کې يې که هر څومره افواهات خپرېږي، منحوس تبليغات کېږي، يا يې د‌پرېکړو او فرامينو په اړه تشويشونه وراچول کيږي؛ هغه دې په يو مخيز ډول رد او دا دې يقين ولري، چې زموږ مشران به له موږ سره وفا کوي، تل به زموږ خيرخواه وي، هره پرېکړه او فيصله به يې زموږ په ګټه وي.

ولس دې دا هم وګوري، چې د اسلامي امارت د مخالفينو کومه وعده رښتينې ده او کله يې له ملت او اسلام سره وفا کړې ده؟!

مجاهدين هم بايد د خپلو شهيدانو ملګرو ياد تل تازه او خپلې وعدې را يادې کړي او خپله رښتينې وفا هميشه ثابته کړي.