ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

غزه؛ د اسرائیلي یرغلګرو په وروستیو بریدونو کې لږ تر لږه ۹۱ فلسطینیان شهیدان شوي

د الجزیرې د راپور له مخې، اسرائیلي یرغلګرو په غزه تړانګه کې خپلو وحشتونو ته دوام ورکړی او یوازې پرون یې په بریدونو کې لږ تر لږه ۹۱ فلسطینیان شهیدان شوي دي. په دې کې ۷۶ کسان یوازې د غزې په ښار کې شهیدان شوي دي.

اسرائیلي یرغلګرو د غزې ښار د بشپړ اشغال په موخه پراخه هوايي او ځمکني بریدونه پیل کړي او د دې ښار زیاته برخه یې ویجاړه کړې ده.

صهیونیستي عسکرو پخپلو بریدونو کې استوګنیز کورونه، هغه ښوونځي چې په پناه ځایونو بدل شوي، د بې‌ځایه شویو فلسطینیانو خېمې او یو موټر، چې له غزې ښار څخه د وتلو په تکل و، په نښه کړي دي.

د یادونې وړ ده، چې د ۲۰۲۳ په اکتوبر میاشت کې پر غزه تړانګه د صهیونیستي یرغلګرو د بریدونو له پیل راهیسې ۶۵ زره او ۲۰۸ فلسطینیان شهیدان او ۱۶۶ زره او ۲۷۱ نور ټپيان شوي دي.