ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

فاریاب کې د نږدې پينځه میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه چک‌ډېم د جوړولو چارې پیل شوې

د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، چې د فاریاب په المار ولسوالۍ کې د څلور میلیونه او ۶۲۲ زره افغانیو په ارزښت د یوه چک‌ډېم د جوړولو چارې پيل شوې.

دا چک‌ډېم د ۷۰ متره په اوږدوالي او د ۵.۹ متره په لوړوالي سره د اوبو د زېرمه کولو او تر ځمکې لاندې اوبو د پياوړتیا په موخه جوړېږي.

یاده پروژه د اوبو او انرژۍ وزارت له پراختیايي بودیجې څخه د اړوند ریاست تر څارنې لاندې پلې کېږي.