ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي ذبیح‌الله مجاهد: اسلامي امارت له پاکستان سره ښې اړیکې غواړي

د افغانستان اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد د پاکستان د امنیتي مطالعاتو او څېړنو له مرکز سره په تازه مرکه کې ویلي، چې افغانستان د یوه ورور هېواد په توګه له پاکستان سره ښې اړیکې غواړي او د خبرو له لارې د ستونزو پر حل ټینګار کوي.

ښاغلي مجاهد د پاکستان حکومت د لوړو پوړو مشرانو له لوري تبلیغات او ګواښونه د دواړو لورو په زیان بللي دي.

نوموړي د پاکستان له علماوو غوښتي، تر څو د سیمې د ارامۍ او له افغانستان سره د نږدې کېدو او ښو اړیکو جوړلو لپاره کار وکړي.

د اسلامي امارت ویاند د مرکې په یوه برخه کې زیاته کړې، چې افغانستان په پاکستان کې ناامني نه غواړي او هېچا ته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان له خاروې د پاکستان پر ضد عمل وکړي.

مولوي ذبیح الله مجاهد ټینګار کړی، چې افغانستان یو معلوم دریځ لري او په څلورو کلونو کې د باور جوړولو لپاره هڅې شوې دي، خو د پاکستان د دوه مخې پالیسۍ له امله دغه هڅې سبوتاژ شوې دي.