سلګونه زره کسانو پرون (یکشنبه، د تلې ۱۳مه) د هالنډ په پلازمینه امسټرډام کې د غزې د جګړې پر خلاف لاریون کړی او د دې هېواد له حکومت څخه یې غوښتي، تر څو د اسرائیلو پر وړاندې سخت دریځ غوره کړي او د وسلو صادرات پرې بند کړي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، په دې لاریون کې شاوخوا ۲۵۰ زره کسانو ګډون کړی و.
لاریونوالو د “خپلواک، خپلواک فلسطین”، “شرم پر اسرائیل” او “موږ به تر هغې خپلواک نه شو، تر څو چې فلسطین خپلواک نه شي” د شعارونو په ورکولو سره له فلسطینیانو سره خپل ملاتړ څرګند کړی دی.
دا لاریونونه د هالنډ له ملي ټاکنو نږدې یوه میاشت وروسته کېږي او د دې هېواد پر مشرانو یې، چې له اوږدې مودې راهیسې د اسرائیلي رژیم ملاتړ کوي، فشارونه زیات کړي دي. د هالنډ د بهرنیو چارو وزیر ‘ډیویډ وان ویل’ د جمعې په ورځ ویلي، ناممکنه ده چې حکومت به د خلکو له زیاتېدونکې غوصې سره-سره اسرائیلو ته د اف-۳۵ جنګي جیټ الوتکو صادرات تایید کړي.
د لاریون یوه تنظیموونکي له اروپايي حکومتونو هم غوښتي، تر څو جدي اقدام وکړي او له ټولو ډیپلوماټیکو او اقتصادي لارو څخه پر اسرائیلي رژیم فشار راوړي.
د دې تر څنګ په ټوله اروپا کې سلګونه زره لاریونوال سړکونو ته راوتلي او په غزه کې یې د اسرائیلي یرغلګرو د دوه کلنې جګړې د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده. هغه جګړه چې له ۶۷ زره ډېر فلسطینیان پکې شهیدان شوي او له امله یې په ټوله تړانګه کې وژونکې قحطي خپره شوې ده.
همدرانګه د فلسطین په ملاتړ د ترکیې په استانبول کې هم لاریونونه شوي، چې د غزې د جګړې پای ته رسولو غوښتنه یې کړې ده.

