د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو د مرستیال مولوي حیاتالله مهاجر فراهي په مشرۍ د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وکړه.
په پيل کې د کمېسیون منشي د تېرې غونډې راپور وړاندې کړ او د کمېسيون لاسته راوړنې او فعالیتونه يې مثبت وارزول.
په دې غونډه کې د یو شمېر کتابونو په اړه پرېکړې وشوې او هغه کتابونه چې د اسلامي او افغاني ارزښتونو سره سم لیکل شوي وو، د چاپ اجازه یې ترلاسه کړه. همدارنګه د ۲۲۶ ټوکه صادر شویو کتابونو په اړه هم اړینې پرېکړې وشوې.
د یادونې وړ ده، چې د غونډې په پای کې ۱۰ ټوکه کتابونه چې کمېسیون ته د ارزونې په موخه رالېږل شوي وو، د ارزونې لپاره د کمېسیون غړو ته وسپارل شول، تر څو راتلونکې غونډې ته يې راپور وړاندې کړي.
د دې تر څنګ د کتابونو د ارزونې او د خپرندویانو د ستونزو په اړه هم بحث او اړینې پرېکړې وشوې.

