ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مالیزیا کې د اسلامي امارت سفیر په یاد هېواد کې له مېشتو افغان سوداګرو سره د همغږۍ ناسته وکړه

مالیزیا کې د اسلامي امارت سفیر نقیب‌الله احمدي په یاد هېواد کې له مېشتو افغان سوداګرو سره د همغږۍ ناسته وکړه.

مالیزیا کې د افغانستان سفارت وایي، چې دې ناسته کې د کوربه هېواد له لوري د وروستیو سوداګریزو تعاملاتو په تړاو خبرې وشوې.

همداراز، په یاده ناسته کې د افغان سوداګرو ستونزې هم وڅېړل شوې او د حل په موخه يې په اړوندو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

د یاد سفارت په وینا، افغان سوداګرو دغه ناسته د سوداګرو د ستونزو د حل او د افغانستان او مالیزیا ترمنځ د اقتصادي اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره مهمه وبلله.