ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کرېکټ؛ افغان کرېکټ ملي لوبډلې په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې بنګله‌دېش ته ماتې ورکړه

د افغانستان او بنګله دېش تر منځ د ۳ يو ورځينو سيالیو په لومړۍ لوبه کې سیالې بنګله‌دېشۍ لوبډلې ته د ۵ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

 د لوبې پچه د بنګله دېش لوبډل مشر مهدي حسن میراز وګټله او خپله یې د توپ‌وهنې پرېکړه وکړه.

بنګله دېشۍ لوبډلې په ټاګل شویو ۵۰ اورونو کې، مهدي حسن میراز د ۶۰، توحید ریډوی ۵۰ او د سیف حسن د ۲۶ منډو پر مټ افغان لوبډلې ته د ۲۲۲ منډو هدف وټاکه.

په دې پاڼۍ کې د افغان لوبډلې لپاره  عظمت الله عمرزي او راشد خان ۳ ـ ۳، ننګیال خروټي یوه او غضنفر ۲ ویکټې واخیستې.

په ځواب کې یې افغان لوبډلې ټاکل شوی هدف د پینځو لوبغاړو په زیان سره د لوبې په ۴۷ اور کې پوره کړ او د ۵ ویکټو په توپیر یې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه.

بلخوا بیا د بنګله دېش لوبډلې لپاره د توپ اچونې په برخه کې تنظیم حسن ثاقب ۳، تنویر اسلام او مهدي حسن میراز یوه – یوه ویکټ واخیسته.

عظمت الله عمرزی په ۴۰ منډو او ۳ ویکټو د لوبې غوره لوبغاړی او راشد خان په ۳ ویکټو د لوبې بڼه بدلوونکی لوبغاړی شو.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان او بنګله‌دېش دویمه لوبه به راتلونکې شنبې په ورځ د اکتوبر پر ۱۱مه نېټه مازیګر ۴:۳۰ بجې پیل شي.