د صهیونیستي رژیم د کابینې له لوري په غزه کې د اوربند د هوکړې له تصویب وروسته، د غزې تړانګې له ګڼو برخو څخه د اسرائیلي اشغالګرو ځواکونو شاتګ پیل شوی دی.
الجزیرې خبري شبکې راپور ورکړی، چې اسرائیلي ځواکونو د هوکړه شوې کرښې لور ته شاتګ پیل کړی او دغهراز د غزې له جنوبي سیمو څخه د بېځایه شویو کورنیو خوځښت د یاد ښار شمال ته زیات شوی دی.
د راپور له مخې، دغهراز د غزې له لوېدیځو سیمو څخه هم د ښار اصلي برخو ته د فلسطیني کورنیو د بېرته ستنېدو لړۍ پیل شوې ده.
له دې وړاندې، صهیونیستي رژیم د اوربند د هوکړې «لومړی پړاو» تصویب کړی و، چې له مخې به بندیان تبادله شي او اسراییلي ځواکونه به د غزې له ځینو برخو ووځي، خو لا روښانه نه ده چې دا پلان به دایمي سولې ته د رسېدو په پراخ چوکاټ کې څه ډول ځای ومومي.
د حماس د مذاکراتي ډلې مشر خلیل الحیه ویلي، چې دغه ډلې د امریکا او نورو منځګړو هېوادونو لهخوا تضمینونه ترلاسه کړي او د اوربند د هوکړې د لومړي پړاو لاسلیک پدې معنا دی، چې غزه کې جګړه «په بشپړ ډول پای ته رسېدلې ده».
د الجزیرې د راپور له مخې، د اسرائیلي اشغالګرو د جګړې له پیل راهیسې تر اوسه ۶۷ زره او ۱۹۴ فلسطینیان شهیدان او ۱۶۹ زره او ۸۹۰ نور ټپيان شوي دي.

