ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کرېکټ؛ افغانستان د بنګله‌دېش پر وړاندې درېیمه یو ورځنۍ لوبه هم د ۲۰۰ منډو په توپیر وګټله

د افغانستان او بنګله دېش تر منځ د درېیو یو ورځنیو لوبو په وروستۍ لوبه کې هم افغانستان بنګله دېش ته په لوی توپیر ماته ورکړه او دغه لوبلړۍ یې ۳-۰ وګټله.

 د لوبې پچه د افغانستان لوبډلمشر حشمت الله شهيدي وګټله او خپله یې د توپ‌وهنې پرېکړه وکړه.

افغان لوبډلې په ټاګل شویو ۵۰ اورونو کې، د ابراهیم ځدران د ۹۵، نبي عیسی خېل ۶۲، رحمن الله ګربز ۴۲، صدیق الله اتل ۲۹ او عظمت الله عمرزي د ۲۰ منډو پر مټ بنګله‌دېشۍ لوبډلې ته د ۲۹۴ منډو هدف وټاکه.

په دې پاڼۍ کې د بنګله‌دېش له لوري سیف حسن د افغان لوبډلې درې لوبغاړي، حسن محمود او تنویر اسلام دوه دوه او مهدي حسن مېرزا یو لوبغاړی وسوځاوه.

په ځواب کې بنګله‌دېش لوبډلې ونشوای کړی ټاکلی هدف پوره کړي او ټول لوبغاړي یې د یوازې ۹۳ منډو په جوړولو سره وسوځېدل او افغاستان دغه لوبه د ۲۰۰ منډو په لوی توپير وګټله.

بلخوا بیا د افغان لوبډلې لپاره د توپ اچونې په برخه کې بیا ځوان لوبغاړي بلال سمیع پینځه، راشدخان درې او عظمت الله عمرزي یوه وېکټه ترلاسه کړه.

د افغانستان لپاره ابراهیم ځدراڼ تر ټولو ډېرې ۹۵ منډې وکړې او له دې سره په درېیو واړو لوبو کې د ۲۱۳ منډو په جوړولو سره د لوبلړۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.

همدارنګه له بنګله‌دېش سره تر سياليو وروسته افغان لوبډله زېمبابوې ته سفر کوي او ټاکل شوې هلته يوه ټېسټ لوبه او درې شل اوريزې سيالۍ ترسره کړي.

دا لوبې به د هراري سپورټس کلب په لوبغالي کې کېږي. دا لومړی ځل دی چې د هرارې لوبغالی له څلورو کلونو وروسته د ټېسټ لوبې کوربه توب کوي.

بنګله دېش سره تر سياليو وروسته افغان لوبډله زېمبابوې ته سفر کوي او ټاکل شوې هلته يوه ټېسټ لوبه او درې شل اوريزې سيالۍ ترسره کړي.

دا لوبې به د هراري سپورټس کلب په لوبغالي کې کېږي. دا لومړی ځل دی چې د هرارې لوبغالی له څلورو کلونو وروسته د ټېسټ کوربه توب کوي.

همدا ډول د نومبر پر ۱۷ مه د افغانستان، پاکستان او سريلانکا تر منځ د شل اوريزو لوبو درې اړخيز لړۍ هم پيلېږي.