د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست وایي، چې د سامبو کورش ملي لوبډلې یو روزونکی او دوه لوبغاړي د ځوانانو اسیايي سیالیو درېیم پړاو کې د ګډون په موخه بحرین ته روان شول.
یادې سیالۍ، چې له ۱۴ تر ۱۷ کلونو عمري کټګورۍ کې تر سره کېږي، د سامبو کورش په برخه کې به له افغان ورزشکارانو څخه روح الله نظري په ۸۳ او محمد یحی محمدي په ۶۵ کیلو ګرامه وزن کې له خپلو سیالانو سره سیالي وکړي.
د یادونې وړ ده، چې دغه سیالۍ به په ۲۷ ورزشي رشتو کې له ۴۵هېوادونو څخه د دوه زره ورزشکارانو په ګډون د روانې میلادي میاشتې پر ۲۲مه پیل او تر ۳۱مې نېټې دوام وکړي.

