ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د قطر د بهرنیو چارو وزارت له خپلې اعلامیې څخه د سرحد کلیمه لرې کړه

د افغانستان او پاکستان تر منځ د اوربند هوکړې په تړاو د قطر بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې د سرحد کلیمه، چې ډېورنډ فرضي کرښې ته کارول شوې وه، بېرته لرې کړه او خپله اعلامیه یې اصلاح کړه.

د یاد هېواد په تازه اعلامیه کې د «سرحد» پر ځای دواړه لوري ذکر شوي دي.

د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد پرون په یوه انلاین خبري غونډه کې ویلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ هوکړه کې پر ډېورنډ فرضي کرښه بحث نه دی شوی او په دې اړه باید ملتونه پرېکړه وکړي.