د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا
د کمېټو ورځنی کاري راپور
د یکشنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۴/۲۶ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۷/۲۷هـ ل نېټې سره، سمون خوري، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال په اجباري توګه راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
هرات
اسلام کلا
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د اسلام کلا له لارې (۳۸) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۴۹) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۴۰) کورنیو سره مجموعًا (۲۷۴۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.
نیمروز
ورېښمو لار
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۶۹)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۶۱)تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز (۱۰۷۰)مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۱)کورنیو سره مجموعًا (۸۰۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:
روغتیا: په ورېښمو لار کې (۶۷۳)تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.
مخابرات: په ورېښمو لار کې مهاجرینو ته (۶۹)عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې (۸۲۱)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۴۵۱۰)تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له سپین بولدک څخه (۲۱۸)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۶۷۰)تنه و، کندهار، زابل، هلمند، نیمروز، غزني او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته (۱۸۲۹۰۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۶۸۲)کورنیو سره مجموعًا (۵۶۰۶۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
غذا: په سپین بولدک کې (۷۰۲۰)خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.
مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۴۴۷)عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.
هلمند
بهرامچه (ډیورنډ فرضي کرښه)
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د بهرامچې له لارې (۱۴)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۹۷)تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
د هلمند له بهرامچې څخه (۳۵)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۰۱)تنه و، لښکرګاه او ګرمسیر ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادې کورنۍ ته (۸۶۱۰۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۳۶)کورنیو سره مجموعًا (۳۳۴۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.
کابل
مرکز
د ټرانسپورټ او لیږد کمېټه:
له کابل څخه (۸۷) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۴۶۴)تنه و، بغلان، سرپل، کندوز، بلخ، تخار او جوزجان ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۴۰۵۳۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شـــــوي کډوال: (۹۴۲)کورنۍ او (۵۱۱۷)افراد
لېږدول شـوي کډوال: (۳۴۷)کورنۍ او (۴۶۴)افراد
مرسته شوي کډوال: (۷۶۹)کــورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: (۵۱۶)عــــدده
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

