ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وکړه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو د مرستیال مولوي حیات‌الله مهاجر فراهي په مشرۍ د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وکړه.

د غونډې په پيل کې د کمېسیون منشي د تېرې غونډې راپور وړاندې کړ او د کمېسيون لاسته‌راوړنې او فعالیتونه مثبت وارزول شول.

په دې غونډه کې د یو شمېر کتابونو په اړه پرېکړې وشوې او هغه کتابونه چې د اسلامي او افغاني ارزښتونو سره سم لیکل شوي وو، د چاپ اجازه یې ترلاسه کړه.

همدارنګه د ۵۷ ټوکه صادر شویو کتابونو په اړه هم لازمې پرېکړې وشوې.

د یادونې وړ ده، چې د غونډې په پای کې ۱۶ ټوکه هغه کتابونه چې کمېسیون ته د ارزونې په موخه رالېږل شوي وو، د ارزونې لپاره د کمېسیون غړو ته وسپارل شول، تر څو راتلونکې غونډې ته يې راپور وړاندې کړي.

همدارنګه د چاپان سفارت اړوند کلیزې هم تر څېړنې وروسته تایید شوې.