ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

متحده عربي اماراتو هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند د هوکړې هرکلی وکړ

د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه بیانیه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند د هوکړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې او ثبات د ټینګښت په موخه د میکانېزمونو د جوړولو هرکلی کړی.

دغه وزارت همدارنګه د قطر او ترکیې له هغو ډیپلوماتیکو هڅو هم مننه کړې، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ مذاکراتو اسانتیا او رغنده تفاهم ته یې لاره هواره کړه.

د دې وزارت په بیانیه کې راغلي، چې متحده عربي امارات د سیمه‌ییز امنیت او ثبات لپاره له ټولو هڅو ملاتړ کوي.