ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د لوړو زده‌کړو وزير: د دنيا او اخرت ابادي د علم په زده کړه کې نغښتې ده

د لوړو زده کړو وزیر شیخ ندامحمد ندیم د یو لوړپوړي پلاوي په ملتیا روزګان ولایت ته سفر کړی.

ښاغلي ندیم هلته د یوې لويې غونډې په ترڅ کې د روزګان پوهنتون له استادانو او محصلینو سره لیدنه او وینا کړې.

په یاده غونډه کې د لوړو زده‌کړو وزير سربيره، د روزګان ولايت مرستيال والي، د دې ولايت امنيه قومندان، د علماوو شورا رییس، د امربالمعروف او نهي عن المنکر رياست رییس، د استخباراتو مسوولینو، د روزګان ولايت پوهنتون رهبري هيیت، استادانو او يو شمېر نورو امارتي مسوولينو او محصلینو پکې ګډون کړى وو.

شیخ ندا محمد ندیم خپلو خبرو کې د علم، محصل او لوړو زده کړو پر ارزښت خبرې کړي او همدارنګه یې محصلینو ته د روښانه راتلونکي په اړه مثبتي هیلې ورکړې دي.

ښاغلي ندیم ویلي: «نړۍ د علم په مرسته ودانه ده او د دنيا او اخرت ابادي د علم په زده کړه کې نغښتې ده، چې ټول بايد د علم حاصلو لپاره هڅه وکړو. »

نوموړي همداراز په ټولنه کې د محصل پر اهميت او مسوولیتونو هر اړخیزې خبرې کړي او دوی يې د افغانستان امانت ياد کړي دي.

همدارنګه ښاغلي وزیر له محصلینو وغوښتل، چې خپل وخت ته ډیر ارزښت ورکړي او د ځيرک موبايلونو نه په کمه او سمه توګه ګټه واخلي. 

په غونډه کې همدارنګه د روزګان ولايت يو شمېر امارتي مسوولينو یاد ولایت ته د لوړو زده کړو وزیر له ورتګ څخه خوښي ښودلې او د لوړو زده کړو وزارت هڅې یې د افغانستان ځوان نسل د روزنې په برخه کې ستايلې دي.

دغه‌راز د لوړو زده‌کړو وزير د روزګان پوهنتون علمي شورا کې هم ګډون کړی او په یاده شورا کې د پوهنتون رهبري او استادانو غوښتنې، وړاندیزونه او ستونزې یې اوریدلي او د حل په موخه یې ډاډ ورکړی دی.