د عامې روغتیا وزارت له لوري په عاجل ابنسینا روغتون کې د انلاین ډیټابېس سیسټم پرانیسته وشوه.
په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر لوی رییس شیخ محمد طاهر حلیم، د اکمال تخصص لوی رییس دوکتور نثار احمد نیازی، د وزارت یو شمېر مرکزي رییسانو، د تخصصي او ثالثي روغتونونو مسوولینو، متخصصینو او روغتیایي کارکوونکو ګډون درلود.
دوکتور نثار احمد نیازي یاد سیسټم د روغتیا په برخه کې یوه ستره لاستهراوړنه وبلله او څرګنده یې کړه، چې دا سیسټم به د دقیقو روغتیایي معلوماتو په ثبت، د ترېنې ډاکټرانو لپاره د روزنیز انلاین چوکاټ په رامنځته کولو، د تخصصي زدهکړو د کیفیت په ښهوالي او شفافیت، د نظارتي بهیر د اسانتیا، له نړیوالو معیارونو سره د روزنیزو پروګرامونو د برابرولو، علمي معلوماتو ته د اسانه لاسرسي او د روغتیایي خدمتونو د کیفیت په لوړولو کې مهم او بنسټیز رول ولوبوي.
همداراز د مقام د دفتر لوی رییس شیخ محمد طاهر حلیم هم یاد ډیټابېس سیسټم د روغتیایي معلوماتو د دقیق ثبت او د وخت د غوره مدیریت په برخه کې یوه ستره لاستهراوړنه وبلله او د دغه سیسټم پر غوره مدیریت یې ټینګار وکړ.
په غونډه کې د عاجل ابنسینا ملي او تخصصي روغتون رییس دوکتور ګلاب ګل ځدران، د یاد روغتون د ټرېنینګ برخې مسول دوکتور محمد عظیم صمیم او د اکمال تخصص ریاست د ډیټابېس امر انجنیر فرهاد وفا هم ګډونوالو ته د دغه انلاین سیسټم د ګټو او موخو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
د یادونې وړ ده، چې د عامې روغتیا وزارت په دې وروستیو کې د بېلابېلو برخو د ډیجیټلي سیستمونو د رامنځته کولو پر لور کار پیل کړی، چې له امله یې د چارو په ترسره کېدو کې د پام وړ اسانتیاوې رامنځته شوې دي.

