د ترکیې او قطر بهرنیو چارو وزارتونو د افغانستان او پاکستان د مذاکراتو په اړه ګډه اعلامیه کې ویلي، چې د دواړه لوري د روان مېلادي کال د نومبر په ۶مه ( پنجشنبه، د لړم ۱۵مه) د ترکیې په استانبول کې بیا مذاکرات کوي.
همدا راز د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد د اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې په استانبول کې د افغانستان اسلامي امارت او پاکستان ترمنځ مذاکرات پای ته رسېدلي او دواړو لوریو هوکړه کړې، چې په پاتې موضوعاتو د بحث په اړه به بیا غونډه کوي.

