ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د رياست الوزرا اداري مرستيال په مشرۍ د اداري کمېسیون غونډه وشوه

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسيون د غړو په ګډون د اداري کمېسیون غونډه وشوه.

د غونډې په پيل کې ګمارل شویو پلاویو د خپلو ورسپارل شويو فعاليتونو او کړنو په اړه راپور وړاندې کړ، وروسته د لوړو زده کړو وزارت او امنيتي ارګانونو اړوند موضوعاتو په هکله له بحث او هر اړخيزې ارزونې وروسته اړین تصميمونه ونيول شول.

په پاې کې، د احصایې او معلوماتو ادارې اړوند موضوع د لا زيات تدقيق په موخه جلا کمېټو ته دنده وسپارل شوه.