ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر په کونړ کې د زلزله ځپلو ستونزو ته د رسېدنې کمیټې له مشر سره لیدنه کړې

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د کونړ د علماوو شورا له رییس او په کونړ کې د زلزله ځپلو ستونزو ته د رسېدنې د کمیټې له مشر شیخ عبدالقهار سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې په کونړ کې د زلزلې له امله د بېځایه شویو او اړمنو ستونزو ته د رسېدنې پر څرنګوالي خبرې شوې دي.

شیخ عبدالقهار ویلي، اسلامي امارت بېځایه شویو او زیانمنو ته د مرستو په رسولو کې د پام وړ کارونه کړي او د بهرنیو او کورنیو بنسټونو د مرستو رسولو په موخه هم اړینه همغږي رامنځته شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې د لنډ مهاله میشت غالو سربېره په لرې پرتو سیمو کې هغو کورنیو ته هم په دوامداره توګه مرستې رسول کېږي، چې په خپلو مېنو کې مېشتې دي.

ښاغلي قهار یادونه کړې، د کونړ هغو درو ته چې پخوا ورتګ ورته ستونزمن وو، د اسلامي امارت له لوري یې پر لارو کار پیل شوی او دغه راز یې څرګنده کړې، چې اسلامي نظام د کونړ زلزله ځپلو ته په ۹۰۰ جریبه ځمکه کې ښارګوتی منظور کړی دی.

مولوي عبدالکبیر زلزله ځپلو ته د مرستې رسولو په برخه کې د اسلامي امارت د ادارو له هڅو ستاینه کړې او ویلي یې دي، د کډوالو چارو وزارت د خپلو امکاناتو سربېره هڅه کړې، چې د زلزلې له امله بېځایه شویو ته لاډېر خدمات او مرستې راجلب کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې ډېر ژر به د اړتیا وړ درمل د خیره کسانو او ادارو په مرسته د کونړ اړمنو ته ورسیږي او همدارنګه د اړتیا په صورت کې د کډوالو چارو وزارت چمتو دی، چې هروخت خپل ټیمونه زیانمنو سیمو ته ولیږي.

د ناستې په پای کې مولوي عبدالکبیر ښاغلي شیخ عبدالقهار ته، په اغېزمن ډول د مرستو د رسولو په موخه ځینې سپارښتنې کړې دي.