د افغانستان او زېمبابوې ترمنځ د شل اوریزو سیالیو لړۍ په دویمه لوبه کې افغان لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د اووه وېکټو په توپیر ماتې ورکړه او له دې سره یې د درېیو شل اوریزو لوبو دا لړۍ هم د صفر پر وړاندې په دوو بریاوو وګټله.
د لوبې پچه زېمبابوې لوبډلمشر سکندر رضا وګټله او په خپل یې د توپوهنې پرېکړه یې وکړه.
زېمبابوې لوبډلې په ټاګل شویو ۲۰ اورونو کې، سکندر رضا ۳۷، ټوني مونیونګا ۱۹، بریان بینیت ۱۶او تاشینګا موسیکیوا د ۱۳ منډو پر مټ افغان لوبډلې ته د ۱۲۵ منډو هدف وټاکه.
په دې پاڼۍ کې افغان لوبډلې لپاره رشد خان درې مجیب الرحمن ځدارڼ دوه، عبدالله احمدزي دوه، محمد نبي او فرید ملک یوه-یوه وېکټه واخیسته.
پر وړاندې یې افغان لوبډلې د درېیو لوبغاړو په زیان سره په ۱۸م اوره کې ټاکل شوی هدف پوره کړو او له دې سره یې د شل اوریزو لوبو دا لړۍ ۰- ۲ په خپل نوم کړه.
بلخوا بیا د زېمبابوې لوبډلې لپاره د توپ اچونې په برخه کې براډ ایوانز دوه او ویلینګټن مساکادزا یو لوبغاړی وسوځول.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر راشد خان د زېمبابوې پر وړاندې دویمه شل اوریزه نړیواله لوبه کې غوره توپ اچونه وکړه او په خپلو درېیو اورونو کې د ۹ منډو په بدل کې درې ویکټې ترلاسه کړې، چې پرمټ یې د لوبې د غوره لوبغاړی ونومول شو.
خو راشد خان خپله دغه جایزه ځوان ښي لاسي چټک توپ اچوونکي عبدالله احمدزي ته ډالۍ کړه، چې په دغه لوبه کې ښه ځلېدلی و او د ۲۸ منډو په بدل کې یې د ۲ مهمو ویکټو په ترلاسه کولو سره د لوبډلې په بریا کې ارزښتناکه ونډه لرله.
د یادونې وړ ده، چې افغان لوبډله به خپله درېیمه سیالي د نوامبر میاشتې پردویمه نېټه ترسره کړي.

