ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

غور کې د ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسونې د دوو شبکو چارې پیل شوې

د غور ولایت په لعل او سرجنګل ولسوالیو کې د ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د دوو شبکو چارې پیل شوې.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وایي، چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به ۲۵۰ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاس‌رسی پیدا کړي.

دا شبکې به د ۵۰ متر مکعب اوبو د ذخیره کولو په ظرفیت سره د اوبو دوې زېرمې ولري.

د دې شبکو د چارو په پيل سره به لسګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.