د غور ولایت په لعل او سرجنګل ولسوالیو کې د ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د دوو شبکو چارې پیل شوې.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وایي، چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به ۲۵۰ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.
دا شبکې به د ۵۰ متر مکعب اوبو د ذخیره کولو په ظرفیت سره د اوبو دوې زېرمې ولري.
د دې شبکو د چارو په پيل سره به لسګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.

