د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د فوتسال۱۷ کلنو کم عمره ملي لوبډلې سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې ښاغلي حقاني د یادو ځوانانو اتلولي ستایلې او ویلي یې دي، چې موږ په هر ډګر کې بریا د سیال کېدو مهم ګام بولو؛ ستاسې بریا د ټول ملت بریا ده.
نوموړي یادې لوبډلې ته په خطاب کې زیاته کړې: “تاسې د هر افغان استازي یاست، ټول ملت مو په پوره ملي یووالي سره بریا ته د خوښۍ جشنونه نیسي، تاسې افغانستان ته ویاړ راوړی، په همداسې ډاډ دوام ورکړئ، د ټول افغانستان حقیقي استازیتوب وکړئ او منل شوي اسلامي او افغاني ارزښتونه مو په دې ویاړلي استازیتوب کې حفظ کړئ.”
همدا راز د کورنیو چارو وزیر یادې لوبډلې، روزونکو او د المپیک استازو ته د هراړخیز ملاتړ ډاډ ورکړی دی.
په پای کې د یادې لوبډلې او پلاوي استازو د خلیفه صاحب له مادي او معنوي ستاینې څخه خوښي څرګنده کړې او دا یې د راتلونکو لاسته راوړنو لپاره ستر ډاډ بللی، چې د داسې مشرانو پام او ملاتړ ورسره دی.

