د ملي دفاع وزارت وایي، چې هېواد په شمال زون کې د زلزلې له امله زیانمنو شویو هېوادوالو ته د مرستې لپاره د ملي اسلامي اردو د ژغورنې ټیمونه سیمې ته رسېدلي دي.
د یاد وزارت په وینا، د ۲۰۹ الفتح قول اردو د ژغورنې ډلې سیمې ته رسېدلې او د خلکو د ژغورنې، د ټپیانو د لېږد او له زیانمنو کورنیو سره د مرستې چارې یې پیل کړي دي.
د ملي اسلامي اردو ځواکونه د هېواد د هر وګړي د خوندیتوب لپاره ژمن دي او د هر ډول طبیعي او قدرتي پېښو پر مهال د خلکو ترڅنګ ولاړ دي.
د یادونې وړ ده، چې تېره شپه یوه بجه د ریښتر په کچه ۶.۳ درجې زلزلې، چې مرکز یې د سمنګان خلم ولسوالي ښودل شوی، یو شمېر شمالي ولایتونه لړزولي، چې ځاني او مالي زیانونه له ځان سره لري.

