ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

وینزویلا کې د وروستیو زلزلو امله د مړو شمېر ۲۳۵ ته لوړ شو

د وینزویلا د روغتیا وزارت ویلي؛ په دې هېواد کې د تېرې ورځې د پرلپسې زلزلو له امله د مړو شمېر ۲۳۵ تنو ته لوړ شوی دی.

د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې د يادو زلزلو له امله ګڼ شمېر کسان ټپیان شوي او سلګونه استوګنیزې ودانۍ ویجاړې شوي دي.

د راپورونو له مخې د پیښې په پایله کې لږترلږه ۲۵۰ استوګنیزې ودانۍ زیانمنې شوې یا په بشپړه توګه ویجاړې شوې دي.

د امریکا د ځمک‌پېژندنې ادارې د راپور له مخې، تېره ورځ د رېښتر په کچه ۷.۲ او ۷.۵ درجې دوه پرلپسې قوي زلزلو د وینزویلا پلازمینې کاراکاس ته نږدې سیمې ولړزولې.