د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس د هند د سوداګرۍ د پراختیا ادارې له رییس سره د سوداګرۍ او پانګونې اړیکو د پراختیا او په نړیوالو نندارتونونو کې د افغان سوداګرو د شتون د زیاتېدو په اړه خبرې کړي.
په دې کتنه کې هندي لوري چمتووالی ښودلی چې افغانستان ته به په رسمي توګه د هند په نړیوال نندارتون (IITF) کې د ګډون بلنه ورکړي او ۲۰۰ افغان سوداګرو او پانګوالو ته به په دې نندارتون کې د ګډون زمېنه برابره کړي.
ورته مهال، دواړو لوریو په دې لیدنه کې پر نږدې اقتصادي او سوداګریزو همکاریو ټینګار وکړ.

