تېره شپه د ریښتر په کچه ۶.۳ درجې زلزلې د سمنګان ولایت یو شمېر سیمې لړزولې دي.
د سمنګان ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، چې د یادې زلزلې له امله تردې مهاله ۱۰ تنه شهیدان او ۲۶۰ نور ټپیان شوي دي.
د دې زلزلې له امله ګڼ کورنه ویجاړ شوي او بېشمېره مالي زیانونه یې هم اړولي دي.
د امریکا د ځمکپوهنې ادارې د زلزلې مرکز د سمنګان خلم ولسوالي یاده کړې ده.
یادې ادارې زیاته کړې، چې زلزله د ځمکې له سطحې شاوخوا ۱۰ کيلومتره ژوره وه.
دا زلزله د پلازمېنې کابل تر څنګ په شمال او شمال ختیځو ولایتونو کې محسوس شوې ده.
د اسلامي ملي اردو د ژغورنې ټیمونه د هېواد په شمال کې د زلزلې له امله د زیانمنو شویو سره د مرستې په موخه سیمې ته رسېدلي.
د ملي دفاع وزارت په وینا، یادو ټیمونو د خلکو د ژغورنې، ټپيانو د لېږد او د زیانمنو شویو کورنیو د مرستې چارې پیل کړې دي.
ملي دفاع وزارت وایي، د سمنګان ولایت د تاشقرغان تنګي لاره، چې د تېرې شپې د زلزلې له امله تړل شوې وه، د ۲۰۹ االفتح قول اردو د ژغورنې او انجینرۍ ټیمونو له لوري بېرته پرانیستل شوه.
د یاد وزارت په خبره، د لارې له پرانیستل کېدو وروسته بند پاتي اوسېدونکي ژغورل شوي او ټپیان د بېړنۍ درملنې لپاره روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې ځینې وخت پکې سختې او مرګونې زلزلې کېږي.
په وروستیو کې د افغانستان کونړ او ننګرهار ولایتونه هم سختې زلزلې ولړزول، چې له امله یې له دوه زره او ۲۰۰ ډېر کسان شهیدان او پر مالي زیان سربېره ګڼ نور کسان ټپیان شول.

