د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ډاکتر عبدالباري عمر د ترکمنستان انرژۍ، ودانیزو توکو، صنعت او کیمیاوي موادو ۲۰۲۵ نړیوال کنفرانس او نندارتون څنډه کې د ترکنمستان مرستیال ولسمشر باتور امانوف سره لیدنه وکړه.
د برېښنا شرکت وایي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د انرژۍ سکټور پر پراختیایي پروژو په ځانګړي ډول ۵۰۰کیلوولټ برېښنا لېږد مزي پروژې، بالامرغاب ولسوالۍ ته د برېښنا رسونې پروژې او نورالجهاد سب سټېشن په اړه خبرې کړې دي.
د یادونې وړ ده، چې یاد کنفرانس د ترکمنستان په کوربتوب، د سیمهییزو او نړیوالو همکاریو پر پیاوړتیا، ودانیزو چارو، صنعت او کیمیاوي موادو د ودې په موخه جوړ شوی او لا هم دوام لري.

