ټاکل شوې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مذاکراتو درېیم پړاو سبا (پنجشنبه، د لړم ۱۵مه) په ترکیه کې پیل شي.
د مذاکراتو په دې پړاو کې د افغان پلاوي مشري د استخباراتو لوی رییس ملا عبدالحق وثیق کوي.
د سرچینو د راپور له مخې، ښایي پاکستان هم د استخباراتو ادارې (ایایسای) د رییس عاصم ملک په مشرۍ پلاوی دې پړاو خبرو اترو ته واستوي.

