ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په اندونیزیا کې د افغانستان سفیر د نړیوالو زده‌کړيالانو د بورسونو د ترویج پروګرام کې ګډون وکړ

په جاکارتا کې د افغانستان د اسلامي امارت سفیر مولوي سعدالله بلوچ د «د سفیرانو خبرې اترې: د اندونیزیا په پوهنتونونو کې د نړیوالو زده‌کړيالانو لپاره د بورسونو ترویج» تر سرلیک لاندې په یوه پروګرام کې ګډون وکړ.

په اندونیزیا کې د افغانستان سفارت وایي، چې په دې پروګرام کې د ښوونیزو فرصتونو او په هغو کې د ګډون څرنګوالي په اړه مفصل معلومات وړاندې شول.

همدارنګه، د بېلابېلو پوهنتونونو استازو د افغان زده‌کړيالانوله شتون او فعالیت څخه خوښي څرګنده کړه او د هغوی د علمي وړتیا او استقامت ستاینه یې وکړه.